Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 12 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ يَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَىٰ أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَٰلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنْتُمْ قَوْمًا بُورًا 12
ترجمه:
بلكې (اصل خبره دا ده چې) تاسو دا ګمان كړى و چې رسول او مومنان به خپلو كورنيو ته هېڅ كله هم بېرته له سره را ونه ګرځي او دغه خبره ستاسو په زړونو كې ښايسته كړى شوه او تاسو ګمان وكړ، بدګمان، او تاسو هلاكېدونكى قوم شوئ الفتح ۴۸:۱۲
تفسیر:
د مالونو او اولادونو په پاملرنه بوختيا ستاسو لپاره عذر له هغه سره له تګ نه د شاته پاتې کېدلو لامل نه دی، بلکې تاسې ګمان کاوه چې رسول او ملګري به يې ټول تباه شي او په مدينه کې به يې خپلو کورنيو ته را ونه ګرځي او دغه -خبره- شيطان ستاسو لپاره په زړونو کې ښايسته کړې وه، او پر خپل پالونکي مو ډېر بد ګمان وکړ چې هغه به هيڅکله د خپل نبي مرسته ونه کړي او په حقيقت کې همدا تاسې تباه کېدونکي ياست، پر الله د داسې بدګومانۍ کولو او له رسوله یې د سر غړونې له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 11 راتلونکې الفتح • آیت 13