ای رسوله! ژر دی چې و به وایې له بانډه چیانو هغه خلک چې مکې ته په سفر کې ستا له ملګرتيا څخه الله شاته پرې اېښې دي کله يې چې ته ملامتوې: زموږ د مالونو او زموږ د اولادونو پاملرنې موږ له تا سره له تګه بوخت کړو، نو موږ لره له الله څخه زموږ د ګناهونو بښنه وغواړه، دوی پر خپلو ژبو هغه څه وايي - لکه د نبي صلی الله عليه وسلم له لوري د هغوی لپاره د بښنې غوښتنه- چې په زړونو کې يې نشته، ځکه هغوی له خپلو ګناهونو توبه نه ده اېستلې، هغوی ته ووايه: هيڅوک به تاسو لره د الله پر وړاندې د هيڅ واک ونه لري که چېرې هغه د ښېګڼې اراده درته ولري، او يا پر تاسو د کومې بدې اراده ولري، بلکې الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسو يې کوئ، له هغه هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي که هرڅومره يې تاسو پټوئ.