Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 14 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 14
ترجمه:
او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې باچايي ده، چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الفتح ۴۸:۱۴
تفسیر:
او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې پاچايي ده، له بندګانو يې چې چاته وغواړي ګناهونه يې ورته بښي، نو په خپله پېرزوينه يې جنت ته ننباسي، او چاته وغواړي په عدالت سره عذاب ورکوي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 13 راتلونکې الفتح • آیت 15