Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 15 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلَىٰ مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ ۖ يُرِيدُونَ أَنْ يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ ۚ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونَا كَذَٰلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِنْ قَبْلُ ۖ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا 15
ترجمه:
ژر به وروسته پاتې كړى شوي كسان ووايي، كله چې تاسو غنیمتونو ته روان شئ، د دې لپاره چې هغه راونیسئ: تاسو مونږ پرېږدئ چې تاسو پسې روان شو، دوى غواړي چې د الله كلام بدل كړي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو به زمونږ پسې له سره رانشئ، الله همداسې مخكې له دې نه فرمایلي دي: بیا به ژر چې دوى ووايي: بلكې تاسو زمونږ سره حسد كوئ۔ (داسې نه ده) بلكې دوى نه پوهېدل مګر ډېر لږ څه الفتح ۴۸:۱۵
تفسیر:
ای مؤمنانو کله چې تاسو د خيبر د هغو ولجو خواته ولاړ شئ چې د حديبيې له سولې وروسته الله يې له تاسو سره ژمنه کړې ده ترڅو يې ترلاسه کړئ، هغه کسان چې الله شاته پرې اېښې دي وايي به: موږ هم پرېږدئ له تاسو سره ووځو ترڅو څه تر لاسه کړو، دغه شاته پاتې کړل شوي غواړي ترڅو په دغه غوښتنه د الله هغه ژمنه بدله کړي چې له مؤمنانو سره يې د حديبيې له سولې وروسته کړې ده چې يوازې هغوی ته به د خيبر ولجې ورکوي، ای رسوله! هغوی ته ووايه: هيڅکله به موږ پسې دغو ولجو ته را نه شئ، پرته له شکه الله له موږ سره ژمنه کړې چې د خيبر ولجې به يوازې د هغه چا لپاره وي چې په حديبيه کې حاضر و، نو ژر به هغوی وايي: په تاسو پسې خيبر ته له درتګ څخه ستاسو له خوا زموږ منع کول د الله په امر سره نه دي بلکې ستاسو له خوا زموږ سره د کينې له امله دي، خو امر داسې نه دی لکه دغو شاته پاتې کړل شويو چې فکر کړی، بلکې هغوی ډېر لږ د الله پر امرونو او نواهيوو پوهيږي، نو ځکه يې په سرغړونه کې اخته شوي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 14 راتلونکې الفتح • آیت 16