Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 16 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


قُلْ لِلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَىٰ قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ۖ فَإِنْ تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا ۖ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُمْ مِنْ قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا 16
ترجمه:
په اعرابو كې وروسته پاتې كړى شویو كسانو ته ووایه: ژر ده چې تاسو به له داسې قوم سره (د جنګ كولو) لپاره راوبللى شئ، چې د ډېر سخت جنګ والا دي، تاسو به له هغوى سره جنګ كوئ، یا به هغوى مسلمانېږي، نو كه تاسو اطاعت وكړئ، الله به تاسو ته ډېر ښه اجر دركړي او كه تاسو وګرځېدئ، لكه چې له دې نه مخكې ګرځېدلي وئ۔ (نو) هغه به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي الفتح ۴۸:۱۶
تفسیر:
ای رسوله! له بانډه چيانو چې څوک له تا سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي دي هغوی ته د ازموينې په توګه ووايه: ژر به تاسو د داسې قوم جنګ ته ور وبلل شئ چې په جنګ کې د ځواک څښتنان دي، تاسو به له هغوی سره د الله په لار کې جګړه کوئ، او يا به هغوی په اسلام کې پرته له جنګه داخليږي، که چېرې تاسو په هغه څه کې د الله پيروي وکړئ چې د هغوی جګړې ته ور بلل شوي ياست ښه بدله به يې درکړي چې هغه جنت دی، او که له پيروۍ يې مخ واړوئ لکه چې له هغه سره مکې ته له تګه شاته پاتې شوي واست دردوونکی عذاب به درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 15 راتلونکې الفتح • آیت 17