نه په ړانده باندې څه ګناه شته او نه په ګوډ باندې څه ګناه شته او نه په بېمار باندې څه ګناه شته۔ او څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي (نو) هغه (الله) به دغه (كس) داسې جنتونو ته داخل كړې چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او څوك چې (د الله له احكامو نه) مخ واړوي (، نو) هغه (الله) به ده ته ډېر دردوونكى عذاب وركړي الفتح ۴۸:۱۷ ⧉
تفسیر:
څوک چې د ړوندوالي، ګوډوالي او ناروغۍ له امله معذور وي پر هغو کومه ګناه نشته کله چې د الله په لار کې له جګړې شاته پاتې شي، څوک چې د الله او د هغه د رسول پيروي وکړي داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او څوک يې چې له پيروۍ سرغړونه وکړي الله به دردوونکی عذاب ورکړي.