Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 20 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَٰذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا 20
ترجمه:
الله له تاسو سره د ډېرو غنیموتونو وعده كړې ده چې تاسو به هغه واخلئ، پس دا (غنیمت) يې تاسو ته ژر دركړ او د خلقو لاسونه يې له تاسو نه بند كړل او د دې لپاره چې دا (كار) د مومنانو لپاره یو نښه شي او د دې لپاره چې هغه تاسو ته نېغه لار وښیي الفتح ۴۸:۲۰
تفسیر:
ای مؤمنانو! الله له تاسو سره د ډېرو ولجو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې يې په اسلامي فتحو(برياوو) کې ترلاسه کړئ، د خيبر ولجې يې په بيړه درکړې، د يهودانو لاسونه يې منع کړل کله چې هغوی غوښتل چې له تاسو وروسته ستاسو عيال ته ورسيږي، او دا د دې لپاره چې دغه بېړنۍ ولجې د الله له لوري ستاسو د مرستې او تاييد نښانه وي، او الله داسې نېغه لار درته ښيي چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 19 راتلونکې الفتح • آیت 21