او نور داسې (غنیمتونه) دي چې تاسو لا په هغو قادر شوي نه یئ، یقینًا الله هغه راګېر كړي دي۔ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى الفتح ۴۸:۲۱ ⧉
تفسیر:
او الله د نورو ولجو ژمنه هم درسره کړې ده چې په دغه وخت کې تاسو پرې نه يی توانېدلي، يوازې الله پر هغو ځواکمن دی، او هغه د الله په پوهه اوتدبير کې دي، او الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی یي نه شي عاجزولای.