او كه كافران شویو كسانو له تاسو سره جنګ كړى وى (نو) دوى به خامخا شاګانې ګرځولې وى، بیا به دوى نه څوك كارساز موندلى و او نه كوم مددګار الفتح ۴۸:۲۲ ⧉
تفسیر:
او ای مؤمنانو! که چېرې هغه کسان درسره جنګېدلي وای چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، هرومرو به يې ستاسو پر وړاندې د تېښتې او ماتې په حال کې شاوې دراړولې وای، بيا به يې نه کوم دوست موندلی چې چارې يې سمبال کړې وای او نه به يې کوم مرستندوی موندلی چې ستاسو پرخلاف جګړه کې يې مرسته ورسره کړې وای.