Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الفتح — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الفتح • آیت نمبر 24 (ټولې 29 آيتونه) • پښتو


وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَكَّةَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا 24
ترجمه:
او دى همغه ذات دى چې له تاسو نه يې د هغوى لاسونه بند كړل او له هغوى نه يې ستاسو لاسونه بند كړل، د مكې په داخل كې، وروسته له دې چې تاسو يې پر هغوى غالب كړئ، او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى الفتح ۴۸:۲۴
تفسیر:
او الله همغه ذات دی چې د مشرکانو لاسونه يې له تاسو ايسار کړل کله چې شاوخا اتيا کسانو غوښتل په حديبيه کې تاسو ته ضرر ورسوي، او ستاسو لاسونه يې له هغوی ايسار کړل، چې نه مو هغوی ووژل او نه مو آزار کړل، بلکې هغوی مو وروسته له دې آزاد کړل چې د هغوی پر نيولو یې ځواکمن کړئ، او الله د هغه څه ليدونکی و چې کول مو، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الفتح • آیت 23 راتلونکې الفتح • آیت 25