دوى هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، او تاسو يې له مسجد حرام نه منع كړي يئ او قربانۍ (د هدي څاروي هم)، په دې حال كې چې له دې نه بندې كړى شوي دي چې خپل د حلالې ځاى ته ورسېږي۔ او كه چېرې څه مومن سړي او څه مومنې ښځې نه وى، چې تاسو دوى نه پېژندل، دا چې تاسو به دوى پايمال كړئ، بیا به تاسو ته د دوى په وجه ګناه ورسېږي (، نو د جنګ اجازت به يې دركړى و، خو در يې نه كړ) د دې لپاره چې الله په خپل رحمت كې هغه څوك داخل كړي چې يې غواړي، كه دغه (مسلمانان له كفارو نه) جدا شوي وى، نو مونږ به خامخا په دغو (د مكې په اوسېدونكو) كسانو كې كافران شویو خلقو ته ډېر دردوونكى عذاب وركړى و الفتح ۴۸:۲۵ ⧉
تفسیر:
هغوی داسې کسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی، او تاسو يې د مسجد حرام څخه ايسار کړي ياست، اود قربانۍ څاروي يې ايسار کړي چې د حلالې ځای حرم ته له رسېدو بند پاتې شوي دي، او که چېرې پر الله باور کوونکي نارينه او پر هغه باورکوونکې ښځې نه وای چې تاسو يې نه پېژنئ کېدای شي له کافرانو سره يې يوځای ووژنئ، چې د وژلو له امله به يې پرتاسو ګناه او ديت راشي پرته له دې چې تاسې پرې پوه وئ، نو تاسې ته به يې د مکې د فتحې پر مهال اجازه درکړې وای ترڅو الله په خپله لورېينه کې د مؤمنانو غوندې په مکه کې هغه څوک داخل کړي چې غواړي يې، که چېرې هغه کسان چې کفر يې کړی په مکه کې له مؤمنانو بېل شي هرومرو به موږ هغو کسانو ته چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی دردوونکې سزا ورکړو.