كله چې كافران شویو خلقو په خپلو زړونو كې غیرت واچاوه، د جاهلیت غیرت، نو الله خپل اطمینان په خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او په دوى پورې يې د تقوىٰ خبره لازمه (ټینګه) كړه او دوى د دغې ډېر حقدار او د دغې اهل وو۔ او الله همېشه په هر شي ښه پوه دى الفتح ۴۸:۲۶ ⧉
تفسیر:
کله چې هغوکسانو چې پر الله او د هغه پر رسول يې کفر کړی وو په خپلو زړونو کې ننګ واچولو د جاهليت ننګ چې د حق له ثابتولو سره يې هيڅ تړاو نه لرلو بلکې د هوسونو سره تړاو لرلو، نو د حديبيې په کال يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ورننوتلو ننګ وکړ، د دغې خبرې له وېرې چې هغه پرې برلاسی شو، نو الله له خپل لوري پر رسول يې ډاډ را نازل کړ او پر مؤمنانو يې هم را نازل کړ، نو پر هغوی د مشرکانو مقابلې ته د هغوی د کړنې غوندې غوسه رانغله، او الله پر مؤمنانو حق کلمه لازمه کړه چې هغه لااله الا الله ده، او دا چې د هغې حق پر ځای کړي چې هغوی پر ځای هم کړ، او مؤمنان د نورو په پرتله ډېر د دغې کلمې حقداره وو، او د دغې کلمې وړ وو ځکه الله د هغوی په زړونو کې پر ښېګڼه پوهېدی، او الله پر هرڅه ښه پوه و او له هغه هيڅ هم نه پټيږي.