د الله له جانبه د فضل او نعمت په وجه۔ او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى الحجرات ۴۹:۸ ⧉
تفسیر:
او تاسو لره چې ستاسو په زړونو کې کوم د ښېګڼې ښکلي کېدل او شر بد ګڼل حاصل دي، دا يوازې د الله پېرزوينه ده، چې پر تاسو يې پېرزو کړې ده، او د هغه نعمت دی چې پر تاسو يې لورولی دی، او الله له بندګانو يې پر هغه چا ښه پوه دی چې د هغه شکر وباسي نو توفيق ورکوي، او حکمت والا دی چې هر څه په خپل مناسب ځای کې ږدي.