Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 9 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ 9
ترجمه:
او كه په مومنانو كې دوه ډلې په خپل مینځ كې جنګ شروع كړي، نو تاسو د دغو دواړو په مینځ كې سوله (روغه) وكړئ، نو كه په دغو دواړو كې یوې په بلې باندې زیاتى (او ظلم) وكړ، نو تاسو له هغې ډلې سره وجنګېږئ، چې زیاتى كوي، تر دې چې هغه د الله حكم ته راوګرځي، نو كه هغه (له ظلم نه) راوګرځېدله، نو تاسو د دواړو په مينځ كې په انصاف سره سوله وكړئ او تاسو انصاف كوئ، بېشكه الله انصاف كوونكي خوښوي الحجرات ۴۹:۹
تفسیر:
او که چېرې د مؤمنانو دوې ډلې له يوبل سره جګړه وکړي، نو ای مؤمنانو! د هغوی دواړو ترمنځ سوله وکړئ چې دواړه ډلې د خپل اختلاف په اړه د الله د شريعت پرېکړې ته را وبولئ، که چېرې يوې ډلې له سولې نټه وکړه، او له بريده واوښته، نو له بريده اوښتې ډلې سره تر هغه جګړه وکړئ چې د الله حکم ته را وګرځي، که چېرې د الله پرېکړې ته را وګرځېده، بيا د دواړو ترمنځ په عدل او انصاف سوله وکړئ، او د هغوی دواړو ترمنځ په خپله پرېکړه کې له عدل کار واخلئ، پرته له شکه الله هغه کسان خوښوي چې په خپلو پرېکړو کې عدل کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 8 راتلونکې الحجرات • آیت 10