بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په مينځ كې سوله كوئ او له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي الحجرات ۴۹:۱۰ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه مؤمنان په اسلام کې سره وروڼه دي، او ای مؤمنانو! په اسلام کې ورورګلوي دا غوښتنه کوي چې د جګړه کوونکو وروڼو ترمنځ سوله وکړئ، او له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، په دې هيله چې رحم درباندې وشي.