Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 104 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 104 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ 104
ترجمه:
او كله چې دوى ته وویل شي چې راشئ هغه شي ته چې الله نازل كړى دى او رسول ته (راشئ)، دوى وايي: مونږ ته هغه (لار) كافي ده چې په هغې باندې مونږ خپل پلرونه موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه نه په هېڅ شي پوهېږي او نه هدایت موندونكي وي المائده ۵:۱۰۴
تفسیر:
او کله چې وویل شي په الله تعالی باندې دروغ تړونکو خلکو ته په حراموالي د بعضو څاریو: راشئ هغه څه ته چې الله تعالی رالیږلي د قران کریم نه، او راشئ د پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- سنتو ته چې حلال او حرام وپیژنئ، وايي دوی: بس دي مونږ لره هغه عقاید، ویناګانې او کارونه چې مونږ اخیستي د خپلو مشرانو نه، څرنګه دوی لره دا کافي دی او حال دا چې د دوی مشران په هیڅ شي باندې نه پوهیدل، او نه یې چاته د حق لاره ورښودله؟! نو د دوی تابعداري نه کوي مګر هغه څوک چې د دوی نه هم ډیر ناپوهه وي او ډیر ګمراه وي په اعتبار د لارې سره، نو بس دوی ناپوهه او ګمراهان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 103 راتلونکې المائده • آیت 105