اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو د خپل ځان بچ كول لازم دي، تاسو ته هغه څوك ضرر نشي دررسولى چې ګمراه شوي دي، كله چې تاسو (پخپله) په نېغه لار یئ، خاص د الله په طرف ستاسو د ټولو واپس تلل دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول المائده ۵:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! لازم ده پر تاسو باندې د خپل ځان ذمه واري نو تاسو خپل ځانونه برابر کړئ په کولو د هغه څه چې اصلاح کوي یي، ضرر نه درسوي تاسو ته هغه څوک چې ګمراه شوي وي د خلکو نه او ستاسو دعوت یې نه وي قبول کړی، کله چې تاسو په سمه لار روان یاست، او ستاسو د هدایت نه دا دي چې امر په نیکیو او منع له بدیو وکړئ، یوازې الله تعالی ته ستاسو ورګرځیدل دي په ورځ د قیامت، نو خبر به درکړي تاسو ته په هغه څه چې تاسو کول په دنیا کې، او په هغه به درله بدله درکړي.