Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 106 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 106 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَأَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةُ الْمَوْتِ ۚ تَحْبِسُونَهُمَا مِنْ بَعْدِ الصَّلَاةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۙ وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللَّهِ إِنَّا إِذًا لَمِنَ الْآثِمِينَ 106
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې په تاسو كې یو تن ته مرګ راشي، (نو) د وصیت په وخت كې ستاسو په مینځ كې له خپلو (مومنانو) څخه د دوه عادلو كسانوګواه كول (لازم) دي، یا ستاسو له غیرو نه دوه نور كسان (ګواهان پكار دي) كه چېرې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، بیا تاسو ته د مرګ مصیبت ورسېږي۔، تاسو به دغه دواړه له لمانځه نه پس ایساروئ، نو هغه دواړه به په الله قسم وخوري، كه تاسو شك وكړئ، (او هغه دواړه به وايي:) مونږ په دې (قسم) سره څه قیمت نه اخلو، اګر كه هغه خپلوان وي او مونږ د الله ګواهي نه پټوو، (كه مونږ قیمت واخيسته، یا مو ګواهي پټه كړه) بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا له ګناه كوونكو څخه یو المائده ۵:۱۰۶
تفسیر:
ای د ایمان والاو! کله چې نزدې شي مرګ د یو کس ستاسو نه په ښکاره کیدلو د نښو د مرګ، نو ګواه دې کړي په خپل وصیت باندې دوه انصاف داره کسان د مسلمانانو نه او یا دوه کسان د کافرانو نه د ضرورت په وخت کې کله چې د دې دواړو نه پغیر نور څوک مسلمانان نه وي، که چیرته تاسو سفر کوئ او تاسو ته مرګ راشي، او که چیرته د دوی په ګواهۍ کې شک راپیداشو نو ودروئ دواړو لره وروسته د یو لمانځه نه، نو قسم به وکړي په الله تعالی باندې: چې نه خرڅوي دوی خپله برخه د الله تعالی له طرفه په څه عوض باندې، او خاطر نه کوي په دې سره د خپلوان، او نه پټوي ګواهي د الله تعالی چې د دوی سره ده، او که چیرته دې دواړو دا کار وکړ نو دا دواړه به د ګناهګارانو او د الله تعالی د نافرمانانو څخه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 105 راتلونکې المائده • آیت 107