نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور كسان به د دوى په ځاى ودرېږي هغه چې پر هغوى د حق دعویٰ وشوه چې (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو المائده ۵:۱۰۷ ⧉
تفسیر:
نو که چیرته ښکاره شو وروسته د قسم خوړلو نه دروغ د دې دواړو په ګواهۍ او یا قسم کې، اویا د دې دواړو خیانت ښکاره شو، نو ګواهي دې وکړي او یا دې قسم وکړي دوه کسان چې ودریږي به د دې دواړو په ځای باندې د نزدې خلکو نه دې مړي ته په هغه خبره چې هغه حق وي، نو قسم به کوي په الله تعالی باندې چې خامخا ګواهي زمونږه د دوی په دروغو باندې او خیانت باندې ډیره حقه ده د دوی د ګواهۍ نه په رښتیا او امانت دارۍ د دې دواړو نه، او مونږ په دروغو باندې قسم نه دی کړی، مونږه چې یو یقینا که چیرته ګواهي وکړو په دروغو سره نو خامخا مونږ به د ظالمانو له ډلې نه یو هغه چې د الله تعالی د پولو نه تیریدونکي دي.