دا (خبره) ډېره نژدې ده دې ته چې دوى به ګواهي په صحیح طریقې سره وكړي، یا به دوى ووېرېږي چې (د دوى) قسمونه به د هغوى له قسمونو نه پس رد كړى شي۔ او تاسو له الله نه وېرېږئ او اَورئ، او الله فاسقو خلقو ته نېغه لار نه ښیي المائده ۵:۱۰۸ ⧉
تفسیر:
دغه بیانه شوې طریقه د قسم ورکولو نه ګواهانو ته د لمانځه نه وروسته کله چې شک وي د دې داوړو په ګواهۍ کې، او د رد کولو د ګواهۍ د دوی نه، ډیره نږدې ده د راتګ د دوی په ګواهۍ سره په شرعې طریقې د ګواهۍ کولو، نو نه به اړوي دوی ګواهۍ لره او نه به یې بدلوي او نه به خیانت کوي، او ډیره نږدې ده دې خبرې ته چې وویریږي د دې نه چې وبه ګرځې قسمونه د وارثانو وروسته د دوی د قسمونو نه، نو دوی به قسم کوي په خلاف د هغه څه چې دوی پرې ګواهي ورکړي نو رسوا به شي، او وویریږئ د الله تعالی نه په پریښودلو د دروغو او خیانت سره په ګواهۍ او قسم کې، او واورئ هغه څه چې تاسو ته پرې امر شوی داسې اوریدل چې قبلیدل ورسره مل وي، او بیشکه الله تعالی توفیق نه ورکوي د هغه د طاعت نه وتونکو خلکو ته.