Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 109 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 109 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ ۖ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ 109
ترجمه:
هغه ورځ (یاده كړه) چې الله به رسولان راجمع كړي، نو (ورته) وايي به: تاسو ته څه جواب دركړى شوى و؟ هغوى به ووايي: مونږ ته هېڅ علم نشته، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې المائده ۵:۱۰۹
تفسیر:
یاده کړئ –ای خلکو- ورځ د قیامت کله چې به الله تعالی راجمع کړي ټول پیغمبران، نو الله تعالی به دې پیغمبرانو ته ووایې: څه جواب درکړ تاسو ته ستاسو امتونو هغه چې ما ورته تاسو لیږلي وئ؟ دوی به ووایې په داسې حال کې چې جواب به الله تعالی حواله کوي: مونږ ته پته نشته، بلکې علم تاته دی –ای زمونږه ربه- بیشکه ته چې یې یوازې ته یې هغه څوک چې په پټو کارونو باندې پوهیږی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 108 راتلونکې المائده • آیت 110