سوره البقره (غویي) (آیت 274)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷۴

الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ 274 ٢٧٤

هغه كسان چې خپل مالونه (د الله لپاره) لګوي په شپه كې او په ورځ كې، په پټه او په ښكاره، نو د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، او نه به په دوى باندې څه وېره وي او نه به دوى غمژن كېږي (۲۷۴)

تفسیر
هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ د الله تعالی د رضا لپاره لګوي، په پټه او ښکاره بې له ځان ښوونې او اورونې، نو دوی لره د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ د دوی ثواب دی، او نه به پر دوی ډار وي په را روانو کارونو کې، او نه به غمجن شي په هغه څه چې له دوی څخه په دنیا کې پاتې شوې دي، دا پر دوی د الله تعالی فضل او نعمت دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ