سوره سبأ (سبا) (آیت 36)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




34 سبأ(سبأ)، آیت ۳۶

قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ 36 ٣٦

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه زما رب رزق فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي (۳۶)

تفسیر
ای رسوله! دغو خلکو ته چې په ورکړل شويو نعمتونو غرور کوونکونکي دي ووايه: زما پالونکی چې پاک او لوړ دی چاته چې وغواړي روزي يې د ازمويښت په ډول پراخوي چې آيا شکر کوي او که کفر، او چاته چې وغواړي د ازموينې په ډول يې روزي تنګوي چې آيا صبرکوي او که په غوسه کيږي؟ خو ډېری خلک په دې نه پوهيږي چې الله حکيم دی، هيڅ امر نه اندازه کوي مګر د يو لوړ حکمت له مخې، څوک چې پرې پوه شوي هغه پرې پوه شول خو څوک چې ترې جاهل شوي هغه ترې جاهل شول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ