Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 112 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 112 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَنْ يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ ۖ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 112
ترجمه:
كله چې حواریانو وویل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا ستا رب د دې طاقت لري چې پر مونږ باندې له اسمانه دسترخوان نازل كړي؟ هغه (عیسٰی) وویل: تاسو له الله نه ووېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ المائده ۵:۱۱۲
تفسیر:
او یاد کړه کله چې ستا خاص ملګرو (حواریانو) وویل: آیا ستا رب کولی شي کله چې ته له هغه څخه وغواړې چې رانازل کړي یو دستر خوان د بره نه؛ نو عیسی –علیه السلام- ورته په جواب کې امر وکړ د الله تعالی په تقوا باندې او په پریښودلو د لټولو د هغه څه چې دوی غوښتلي وو، ځکه چې شاید په دې کې د دوی لپاره فتنه او امتحان وي، او دوی ته یې وویل: توکل وکړئ په خپل رب باندې په لټولو د رزق کې که چیرته تاسو مومنان یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 111 راتلونکې المائده • آیت 113