Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 113 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 113 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالُوا نُرِيدُ أَنْ نَأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَنْ قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ 113
ترجمه:
هغوى وویل: مونږ غواړو چې له هغه نه خوراك وكړو او زمونږ زړونه مطمئن شي او پوه شو چې تا مونږ ته رښتیا ویلي دي او مونږ به په هغه باندې له ګواهانو څخه شو المائده ۵:۱۱۳
تفسیر:
وویل خاص ملګرو (حواریانو) عیسی –علیه السلام- ته: مونږ غواړو چې وخورو د دې دستر خوان نه، او ډاډه شي زمونږ زړونه د الله تعالی په پوره قدرت، او په دې خبره چې ته د الله تعالی پیغمبر یې، او مونږ پوهه شو په علم یقین سره چې تا مونږ ته رښتیا ویلي په هغه څه کې چې تا مونږ ته د الله تعالی له طرفه راوړي، او مونږ به په دې باندې د ګواهانو نه شو هغو خلکو ته چې نه وي حاضر شوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 112 راتلونکې المائده • آیت 114