Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 114 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 114 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنْزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِنْكَ ۖ وَارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ 114
ترجمه:
د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى الله زمونږه ربه! ته په مونږه له اسمانه دسترخوان نازل كړه چې زمونږ د ړومبنو او زمونږ د وروستنو لپاره اختر شي او ستا له جانبه یوه نخښه او ته مونږ ته روزي راكړه او ته تر ټولو غوره رزق وركوونكى يې المائده ۵:۱۱۴
تفسیر:
نو عیسی يې غوښتنه ومنله او له الله يې په داسې ويلو وغوښتل: اې زموږ پالونکيه! پر موږ د خوړو دسترخوان راکوز کړه، مونږ به ستا د شکر په پار د خپلو نننيو ژونديو او له موږ وروسته راتلونکو لپاره د را کوزېدو ورځ اختر وګرځوو او ستا پر يووالي او د لېږل شوي پر رېښتينولۍ نښانه او دليل وي او داسې روزي راکړې چې ستا پر عبادت مو مرسته وکړي او ته اې زموږ پالونکيه غوره روزي ورکوونکی يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 113 راتلونکې المائده • آیت 115