Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 115 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 115 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَنْ يَكْفُرْ بَعْدُ مِنْكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ 115
ترجمه:
الله وفرمایل: بېشكه زه پر تاسو باندې هغه لره نازلوونكى یم، نو په تاسو كې چې چا له دې نه بعد كفر وكړ، نو بېشكه زه هغه لره عذاب وركوونكى یم، داسې عذاب، چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس ته هم هغه (شان) عذاب نه وركوم المائده ۵:۱۱۵
تفسیر:
نو الله تعالی د عیسی –علیه السلام- دعاء قبوله کړه، او ویې ویل: زه نازلوونکی یم دې دسترخوان لره کوم چې تاسو د هغه رانازلیدل غوښتلي وو، نو چاچې کفر وکړ وروسته د نازلیدو د دې نه نو نه دې ملامتوي مګر خپل ځان، نو خامخا زه به ده لره عذاب ورکړم سخت عذاب داسې سخت چې هیچاته ما نه دی ورکړی؛ ځکه چې ده دومره غټه حیرانوونکي او عجیبه نښه ولیدله، نو د ده کفر د عناد او ضد له امله دی، او الله تعالی د دوی وعده پوره کړه نو په دوی یې دغه دسترخوان رانازل کړ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 114 راتلونکې المائده • آیت 116