او كله چې الله وفرمایل: اى عیسٰی د مریمې زویه! ایا تا خلقو ته ویلي وو چې له الله نه غیر ما او زما مور دوه معبودان ونیسئ، وویل (عیسٰی) زه ستا پاكي بیانوم، زما لپاره جايز نه دي چې زه هغه خبره وكړم چې د هغې حق ما ته نشته، كه چېرې ما دا خبره كړې وى، نو یقینًا تا ته به معلومه وَى، ته عالم يې په هر هغه څه چې زما په نفس كې دي او زه نه پوهېږم په هغه څه چې ستا په نفس كې دي، بېشكه هم ته په غیبو ښه عالم يې المائده ۵:۱۱۶ ⧉
تفسیر:
او یاد کړه کله چې به الله تعالی د قیامت په ورځ عیسی بن مریم –علیه السلام- ته ووایي: ای عیسی بن مریم! ایا تا خلکو ته ویلی: تاسو جوړ کړئ زما نه او زما د مور نه حقدار د بندګۍ (معبودان) پغیر د الله تعالی نه؟ نو عیسی –علیه السلام- جواب ورکړو په داسې حال کې چې پاکي بیانونکی و خپل رب لره: نه دي مناسب مونږ لره چې ووایم دوی ته مګر حق خبره، او بالفرض که ما ورته داسې ویلي وي نو یقینا تاته به پته وي ځکه چې په تا باندې هیچ شی پټ نه پاتې کیږي، ته پوهیږې په هغه څه چې زه یې په خپل زړه کې پټوم، او زه نه پوهیږم په هغه څه چې ستا په نفس کې دي، بیشکه ته یوازې هغه څوک یې چې هر غائب، پټ او ښکاره پیژنې.