ما دوى ته يواځې هغه خبره كړې ده چې تا ما ته د هغې حكم راكړى و، دا چې تاسو د الله عبادت كوئ، چې زما رب دى او ستاسو رب دى، او زه په دوى باندې ګواه وم ترڅو پورې چې زه په دوى كې موجود وم، نو كله چې تا زه واخيستلم (، نو) هم ته له همېشه په دوى نګهبان وې او ته په هر شي باندې ګواه يې المائده ۵:۱۱۷ ⧉
تفسیر:
وویل عیسی -علیه السلام- خپل رب ته: ما نه دي ویلي خلکو ته مګر هغه چې تا یې ما ته په ویلو امر کړی و ستا د یووالي نه په عبادت باندې، او زه نګهبان وم په هغه څه چې دوی وییل تر څو چې زه د هغوی په منځ کې وم، نو هر کله چې تا زما د پاتې کیدو وخت د دوی په منځ کې ختم کړ زما په اوچتولو سره اسمان ته ژوندی نو وې ای ربه ته نګهبان د دوی په عملونو، او یقینا ته په هر شي باندې حاضر او خبردار یې، هیڅ شی ستا نه نشې پټیدلی، نو په تا باندې پټ ندي هغه څه چې ما هغوی ته ویلي، او هغه څه چې هغوی زما څخه وروسته ویلي.