Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 14 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ 14
ترجمه:
او له هغو كسانو څخه چې وايي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، مونږ له دوى نه پخه وعده اخيستې وه، نو دوى ته چې د څه نصیحت وركړى شوى و د هغه (لویه) برخه يې هېره كړله، نو مونږ د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او كینه واچوله او الله به ژر دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى به كول المائده ۵:۱۴
تفسیر:
او لکه څرنګه چې مونږ په یهودیانو باندې مضبوط لوظ اخیستی و همدغه شان لوظ مونږ په هغو کسانو هم اخیستلی و چې ځانونه یې پاک ګڼل چې دوی د عیسی علیه السلام تابعداران دي، نو دوی عمل پریښوده په یوه حصه د هغه چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، کوم کار چې له یهودو څخه د دوی مشرانو کړی و، او مونږه اچولې وه د دوی تر منځ جګړه ماري او سخته کرکه د یو بل څخه د قیامت تر ورځې پورې، نو شو دوی یو بل سره سخت جکړه کوونکي کافر کول به یې یو بل لره، او زر دی چې خبر به یې کړي الله تعالی په هغو کارونو چې دوی کول، او بدله به ورله پرې ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 13 راتلونکې المائده • آیت 15