Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 13 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَوَاضِعِهِ ۙ وَنَسُوا حَظًّا مِمَّا ذُكِّرُوا بِهِ ۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَائِنَةٍ مِنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْهُمْ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 13
ترجمه:
نو د خپلې كلكې وعدې د ماتولو په سبب مونږ په دوى لعنت وكړ او مونږ د دوى زړونه سخت كړل، دوى (د تورات) كلمې له خپلو ځایونو نه اړوي او دوى ته چې څه نصیحت شوى و د هغه (لویه) حصه يې هېره كړله او ته به همېشه د دوى په څه خیانت باندې اګاه ګېږي، مګر په دوى كې ډېر لږ خلق (داسې نه دي)، نو ته دوى ته معافي كوه او تېرېږه، بېشكه الله نېكي كوونكي خوښوي المائده ۵:۱۳
تفسیر:
نو په سبب د ماتولو د دوی هغه لوظ لره چې د دوی څخه اخیستل شوی و؛ مونږ وشړل دوی د خپل رحمت څخه، او ومو ګرځول زړونه د دوی سخت كلك چې هیڅ خیر ورته نه شي رسیدلی، او هیڅ نصیحت او وعظ ورته فایده نه شي رسولی، اړوي دوی کلمې د خپلو ځایونو څخه په بدلولو د الفاظو د هغو، او په بدلولو دمعناګانو د هغوی هغه طرف ته چې د هغوی د خواهشاتو سره مناسب وي، او پری یې ښوده عمل کول په ځیني هغه څه باندې چې دوی ته پرې پند ورکړی شوی و، او تل به یې ته –ای پیغمبره- چې معلوموي (خبریږې) به د دوی څخه په یو خیانت د الله تعالی سره او د هغه د مومنانو بندګانو سره، مګر لږ د دوی نه چې پوره والی یې کړی په هغه لوظ چې د دوی څخه اخیستل شوی و، نو ته عفوه وکړه دوی ته او دوی مه رانیسه، او مخ واړوه له دوی څخه؛ ځکه چې دا د احسان کولو څخه دي، او بیشکه الله تعالی احسان کوونکي خوښوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 12 راتلونکې المائده • آیت 14