او یقینًا یقینًا، الله له بني اسرائیلو نه پخه وعده اخيستې وه۔ او مونږ په دوى كې دولس تنه مشران مقرر كړل او الله وفرمایل: بېشكه زه له تاسو سره یم، یقینًا كه چېرې تاسو لمونځ قايم وساتئ او زكات ادا كړئ او زما په رسولانو ایمان راوړئ او تاسو د هغوى مدد وكړئ او تاسو الله ته ډېر ښكلى قرض وركړئ، نو خامخا لازمًا به زه له تاسو څخه ستاسو ګناهونه ختم كړم او خامخا لازمًا به تاسو داسې جنتونو ته ننباسم چې د هغو له لاندې ولې بهېږ ي، نو چا چې په تاسو كې له دې نه وروسته كفر وكړ، نو یقینًا هغه له نېغې لارې نه بې لارې شو المائده ۵:۱۲ ⧉
تفسیر:
او بیشکه الله تعالی مضبوط لوظ اخیستی و د بنی اسرایلو څخه په هغه څه چې نزدې به د هغه بیان راشي، او په دوی باندې یې دولس مشران مقرر کړي وو، هر یو مشر څارونکی و د خپلو ما تحتو خلکو، او وویل الله تعالی بني اسرائیلو ته: بیشکه زه ستاسو سره یم په اعتبار د نصرت او تایید کله چې تاسو لمونځ په پوره طریقې سره ادا کوئ، او ورکوئ زکاتونه د خپلو مالونو، او ایمان راوړئ زما په ټولو پیغمبرانو په غیر د جدائې راوستلو نه د دوی ترمنځ، او د هغوی احترام وکړئ، او د هغوی مرسته او مدد وکړئ، او د خیر په ټولو لارو کې خپل مالونه خرچ کړئ، نو کله چې تاسو دا ټول کارونه وکړل نو زه به خامخا ورژوم ستاسو څخه ګناهونه ستاسو هغه چې تاسو کړي دي، او خامخا داخل به کړم تاسو جنتونو ته چې بهیږي به لاندې د قصرونو د هغو ویالې (نهرونه)، نو چا چې کفر وکړ وروسته د اخیستلو د دې مضبوط لوظ نه په هغه باندې نو یقینا دی د پوهې سره په قصدي توګه د حق د لارې نه لرې شو.