اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمتونه رایاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې څه خلقو اراده وكړه چې تاسو ته خپل لاسونه در اوږده كړي، نو هغه (الله) د هغوى لاسونه له تاسو بند كړل او له الله نه ووېرېږئ او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي المائده ۵:۱۱ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې هغه نعمتونه چې الله تعالی په تاسو باندې کړي د امن څخه او د غورځولو د ویرې نه په زړونو د دښمنانو ستاسو کې کله چې هغوی دا قصد کړی و چې خپل لاسونه تاسو ته رااوږده کړي د دې لپاره چې په تاسو حمله وکړي او تاسو له منځه یوسي، نو پس الله تعالی واړول هغوی ستاسو څخه او تاسو یې د هغوی څخه بچ کړئ، نو وویریږئ د الله تعالی څخه په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له نواهیو څخه، او خاص یوازې په الله تعالی دې باور وکړي مومنان په حاصلولو د خپلو دینې او دنیوي مصلحتونو کې.