او هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي، دغه خلق د اور والا دي المائده ۵:۱۰ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی، او تکذیب یې کړی د هغه په آیتونو، نو دغه کسان چې دي هم دوی خاوندان د اور دي ورننوځي به هغه ته دا سزا ده د دوی لپاره د دوی د کفر او تکذیب په وجه، همیشه به وي په دې اور کې لکه څرنګه چې ملګری د ملګري سره همیشه وي.