الله له هغو كسانو سره وعده كړې ده چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي، چې د هغوى لپاره بخښنه او ډېر لوى اجر دى المائده ۵:۹ ⧉
تفسیر:
وعده کړی الله تعالی – هغه ذات دی چې د وعدې خلاف نه کوي- د هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی په الله تعالی او د هغه په پیغمبرانو او عملونه یې کړی نیک عملونه په بخنې کولو سره د هغو له ګناهونو، او په لوی ثواب سره چې هغه جنت ته ننوتل دي.