Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 16 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 16
ترجمه:
چې په ده سره الله د سلامتۍ د لارو هدایت كوي هغه چا ته چې د هغه (الله) د رضا تابع وي او هغه (الله) په خپل حكم سره دوى لره له تیارو نه رڼا ته راوباسي او دوى ته د نېغې لارې هدایت كوي المائده ۵:۱۶
تفسیر:
لارښوونه کوي الله تعالی په دې کتاب سره هغه چاته چې تابعداري يې کړي وي د هغه څه چې الله تعالی پرې راضي کیږي د ایمان او نیک عمل څخه لارې د خلاصون ته د الله تعالی له عذاب څخه، او هغه لارې رسیدونکې دې جنت ته، او راوباسي دوی له تیارو د کفر او ګناه څخه رڼاګانو د ایمان او تابعدارۍ ته په خپل حکم، او توفیق ورکوي دوی ته لارې برابرې نیغې ته چې هغه د اسلام لار ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 15 راتلونکې المائده • آیت 17