Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 17 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قُلْ فَمَنْ يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَنْ يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ۗ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 17
ترجمه:
یقینًا یقینًا هغه كسان كافر شول چې هغوى ویل: بېشكه الله هم دا د مریمې زوى مسیح دى، ته (ورته) ووایه: د الله په وړاندې به څوك د څه شي اختیار ولري كه هغه اراده وكړي چې د مریمې زوى مسیح او د هغه مور او څوك چې په ځمكه كې دي؛ هغه ټول هلاك كړي، او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، هغه (الله) چې څه وغواړي پیدا كوي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى المائده ۵:۱۷
تفسیر:
بیشکه کفر کړی و هغو کسانو چې ویلي وو د نصاراو څخه چې بیشکه الله تعالی مسیح عیسی بن مریم دی، ته ورته ووایه –ای پیغمبره-: څوک دا طاقت لري چې د الله تعالی مخنیوی وکړي د هلاکولو (مړه کولو) د مسیح عیسی بن مریم نه او د هلاکولو (مړه کولو) د مور د هغه نه، او د دې نه چې هلاک کړي ټول هغه څوک چې په دنیا کې دي کله چې الله تعالی اراده د هلاکولو د دوی وکړي؟! او کله چې هیڅ یو کس دا طاقت نه لري چې الله تعالی بند کړي د دې څخه نو دا په دې خبره دلالت کوي چې نشته دی لایق د عبادت په حق سره مګر الله تعالی دی، او یقینا ټول شیان: عیسی بن مریم او د هغه مور او ټول خلک دا د الله تعالی مخلوق دي، او یواځې الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهي د اسمانونو او د ځمکې او د هغه څه چې د دې دواړو ترمنځه دي، پیدا کوي څه چې الله تعالی وغواړي، او بعضې د هغه نه چې غوښتلی یې دی پیدایش د هغه: عیسی –علیه السلام- دی؛ نو هغه یې بنده او رسول دی، او الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 16 راتلونکې المائده • آیت 18