او یهودیانو او نصرانیانو وویل: مونږ د الله زامن او د هغه دوستان یو، ته (ورته) ووایه: نو بیا ولې هغه تاسو ته ستاسو د ګناهونو په وجه عذاب دركوي؟ بلكې تاسو د هغه په مخلوقاتو كې انسانان یئ، هغه (الله) چا ته چې وغواړي بخښنه كوي او چا چې ته وغواړي عذاب وركوي او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي او خاص د هغه په طرف ورتلل دي المائده ۵:۱۸ ⧉
تفسیر:
او دعوی کړې هر یو له یهودو او نصاراو څخه چې بیشکه دوی د الله تعالی زامن او د هغه دوستان دي، ته ورته ووایه –ای پیغمبره- پداسې حال کې چې رد کوونکی یې په دوی باندې: ولې الله تعالی عذاب درکوي تاسو ته په هغو ګناهونو چې تاسو یې کوئ؟! نو که چیرته تاسو د الله تعالی دوستان وئ لکه څرنګه چې تاسو ګمان کوئ نو عذاب به یې نه وی درکړی په وژلو او مسخ کولو (بدلولو د شکلونو) سره په دنیا او په اخرت کې په اور باندې؛ ځکه چې الله تعالی هغه چاته عذاب نه ورکوي چې خوښ یې وي، بلکې تاسو هم انسانان یاست لکه د نورو انسانانو، چاچې د دوی څخه ښه عملونه وکړل جنت به ورته ورکړي، او چاچې بد وکړل په اور به ورله سزا ورکړي، پس الله تعالی بخښنه کوي چاته چې وغواړي په خپل فضل او مهربانۍ سره، او عذاب ورکوي چاته چې وغواړي په خپل عدل او انصاف سره، او خاص یواځې الله تعالی لره دی اختیار د اسمانونو او ځمکو او اختیار د هغه څه چې د دی دواړو تر منځه دی، او یواځې هغه ته ورګرځیدل دي.