Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 19 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِنَ الرُّسُلِ أَنْ تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِنْ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ ۖ فَقَدْ جَاءَكُمْ بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 19
ترجمه:
اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى) یقینًا تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله په هر شي باندې ښه قادر دى المائده ۵:۱۹
تفسیر:
ای د کتاب والاو یهودیانو او نصاراو! بیشکه راغلی تاسو ته پیغمبر زمونږ- چې محمد – صلی الله علیه وسلم- دی وروسته د بندیدلو د پیغبمرانو څخه او - د سخت ضرورت په وخت کې د هغه رالیږلو ته؛ د دې وجې نه چې تاسو عذر او ګیله ونه کړئ چې: بیشکه مونږ ته څوک پیغمبر نه وو راغلی چې مونږ ته د الله تعالی په ثوابونو زیری راکړي، او د هغه له سزاګانو څخه مو وویروي، نو په تحقیق سره راغلی تاسو ته محمد –صلی الله علیه وسلم- زیری درکوونکی د الله تعالی په ثواب باندې او ویره درکوونکی د هغه د سزا او عذاب څخه، او بیشکه الله تعالی په هر شي باندې قدرت لرونکی دی، هیڅ شی ترې نشې بچ کیدلی، او د هغه له قدرت څخه د پیغمبرانو رالیږل دي، او د هغو لړۍ یې پر محمد –صلی الله علیه وسلم- باندې پای ته رسولې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 18 راتلونکې المائده • آیت 20