Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 20 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنْبِيَاءَ وَجَعَلَكُمْ مُلُوكًا وَآتَاكُمْ مَا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِنَ الْعَالَمِينَ 20
ترجمه:
او كله چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى قومه! تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ چې پر تاسو باندې (شوي) دي كله چې يې په تاسو كې پېغمبران پیدا كړل او تاسو يې ازاد (او خودمختاره) كړئ او تاسو ته يې هغه څه در كړل چې په عالمونو كې يې هیچا ته هم نه و وركړي المائده ۵:۲۰
تفسیر:
او یاد کړه –ای پیغمبره-! کله چې وویل موسی –علیه السلام- خپل قوم بني اسرائیلو ته: ای زما قومه! یاد کړئ په خپلو زړونو او خپلو ژبو باندې نعمتونه د الله تعالی په تاسو باندې کله چې یې وګرځول په تاسو کې پیغمبران چې تاسو يې سمې لارې ته رابللئ، او ویې ګرځولۍ تاسو بادشاهان چې تاسو واک او اختیار لرئ د خپلو ځانونو وروسته د هغه نه چې تاسو غلامان وئ، او دريې کړل د خپلو نعمتونو څخه هغه چې نه یې دي ورکړي هیچ چاته د خلکو نه ستاسو په وخت کې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 19 راتلونکې المائده • آیت 21