Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 22 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 22 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ 22
ترجمه:
دوى وویل: اى موسٰی! بېشكه په دغې (پاكې ځمكه) كې ډېر زورور خلق دي او بېشكه مونږ به كله هم دغې ته داخل نشو ترهغه پورې چې دوى د هغې نه ووځي، نو كه دوى د هغې نه ووتل، نو بېشكه مونږ (هغې ته) ننوتونكي یو المائده ۵:۲۲
تفسیر:
وویل دې ته خپل قوم: ای موسی! بیشکه په دغه پاکه خاوره کې داسې یو قوم دی چې خاوند د طاقت دی او خاوند د سختې جګړی دی، او دا هغه څه دي چې مونږ بندوي د ننوتلو نه دې ځمکې ته، نو مونږ هیڅکله نه ننوځو دې ځمکې ته تر څو چې دا خلک دلته وي؛ ځکه چې نشته مونږ لره وسه او څه طاقت د دوی په جنګ کولو، نو که چیرته دوی د دې ځمکې څخه ووتل نو مونږ به په دغه وخت کې د ننوتونکو څخه یو دې ځمکې ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 21 راتلونکې المائده • آیت 23