Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 23 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 23
ترجمه:
وویل دوه سړیو له هغو كسانو نه چې (د الله نه) وېرېدل، (او) الله په هغو دواړو انعام كړى و: تاسو په دوى باندې په دروازه كې (حمله كوونكي) داخل شئ، نو كله چې تاسو هغې ته ننوتئ، نو بېشكه تاسو غالبه یئ او تاسو خاص په الله باندې توكل وكړئ كه چېرې تاسو مومنان یئ المائده ۵:۲۳
تفسیر:
وویل دوه سړیو د موسی –علیه السلام- له ملګرو څخه د هغو کسانو څخه چې د الله تعالی نه ویریدل او د هغه له عذاب څخه ویریدل، نعمت کړی و الله تعالی په دې دواړو باندې د توفیق ورکولو خپلې تابعدارۍ ته، هڅول يې خپل قومونو د موسی –علیه السلام- د حکم عملي کولو ته : ننوځئ تاسو په دې ظالمانو باندې د دې ښار په دروازه باندې، نو کله چې تاسو د دروازې څخه تیرشوئ، او ورننوتلئ نو بیشکه –د الله تعالی په حکم- تاسو به په هغو باندې کامیابیږئ په داسې حال کې چې یقین کوونکي وئ د الله تعالی په طریقو باندې چې کامیابي راځي په استعمالولو د اسبابو د ایمان راوړلو نه په الله تعالی او په تیارولو د مادي اسبابو، او خاص یواځې په الله تعالی باور وکړئ او په هغه ځانونه وسپارئ که چیرته تاسو په رښتیا سره مومنان یاست، ځکه چې ایمان سره په الله تعالی باندې توکل او یقین کول لازمي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 22 راتلونکې المائده • آیت 24