Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 25 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ 25
ترجمه:
وویل (موسٰی) اى زما ربه! بېشكه زه اختیار نه لرم مګر د خپل ځان او د خپل ورور، نو ته زمونږپه مینځ كې او د فاسق (نافرمان) قوم په مینځ كې جدايي راوله المائده ۵:۲۵
تفسیر:
وویل موسی –علیه السلام- خپل رب ته: ای زما ربه! زما هیڅ زور او طاقت (اختیار) نشته په هیچ چا باندې مګر په خپل ځان او په خپل ورور هارون باندې، نو ای ربه ته جدايې راوله زمونږ او د هغه قوم ترمنځ چې ستا او ستا د پیغمبر د تابعدارۍ څخه وتلی دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 24 راتلونکې المائده • آیت 26