Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 26 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ 26
ترجمه:
وویل (الله) پس بېشكه هغه (مقدسه ځمكه) په دوى باندې څلوېښت كاله بنده (ممنوعه) ده، چې دوى به په ځمكه كې حیران سرګردان ګرځي، نو ته په فاسق (نافرمانه) قوم باندې مه خفه كېږه المائده ۵:۲۶
تفسیر:
وویل الله تعالی خپل پیغمبر موسی –علیه السلام- ته: بیشکه الله تعالی حرام کړي ننوتل دې پاکې خاورې ته په بنی اسرایلو باندې د څلویښت کالو په اندازه، په دې موده کې به دوی په صحرا کې ورک وي حیران به وي لاره به نه شي موندلی، نو ته مه خپه کیږه –ای موسی- په هغه قوم باندې چې وتونکی وي د الله تعالی له تابعدارۍ څخه، ځکه هغوی ته چې کومه سزا رسیږي هغه د هغوی د ګناهونو په وجه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 25 راتلونکې المائده • آیت 27