Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 27 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ 27
ترجمه:
او دوى ته د ادم د دوه زامنو خبر په حقه سره ولوله، كله چې هغو دواړو قربانې وړاندې كړه، نو په دوى كې له یو څخه قبوله شوه او له بل څخه قبوله نشوه، هغه وویل: زه به خامخا لازمًا تا ووژنم، هغه (ورته) وویل: بېشكه همدا خبره ده چې الله له پرهېزګارانو څخه (قربانې) قبلوي المائده ۵:۲۷
تفسیر:
او بیان کړه –ای پیغمبره- دې یهودي حسد کوونکو ظالمانو ته قصه او حال د هغو دوو زامنو د ادم –علیه السلام-، چې هغه قابیل او هابیل وو، په رښتیا سره چې هیڅ شک پکې نشته، کله چې دواړو وړاندې کړه قرباني چې هر یو پرې الله تعالی ته ځان نزدې کاوه، نو الله تعالی د هابیل قرباني قبول کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا خاوند و، او د قابیل قرباني يې قبوله نه کړه؛ ځکه چې هغه د تقوا والا نه و، نو قابیل د هابیل د قربانۍ قبلیدل د حسد له وجې نه نا اشنا او بد وګڼل، او ويې ويل: زه خامخا تا وژنم ای هابیله! هابیل ورته وویل: بیشکه الله تعالی د هغه چا قرباني قبلوي چې د الله تعالی نه ویریږي په عملې کولو د هغه د اوامرو سره او په ځان ساتلو د هغه له نواهیو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 26 راتلونکې المائده • آیت 28