بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي المائده ۵:۴۴ ⧉
تفسیر:
بیشکه مونږ تورات نازل کړی په موسی –علیه السلام- په دې کې ښودنه ده د خیر طرف ته، او رڼا ده چې روښنایي پرې کیږي، فیصلې به کوي په دې باندې د بنی اسرائیلو پیغمبران هغه کسان چې الله تعالی ته يې غاړه کیښودې وه په تابعدارۍ سره، او فیصلې کوي په دې سره علما او فقها هغوی چې د خلکو روزنه یې کوله د دې وجې نه چې الله تعالی ترې طلب د حفاظت د خپل کتاب کړی وو، او دوی یې په دې باندې امانتدار ګرځولي وو چې ساتي به یې له تحریف او تبدیل څخه، او دوی په دې باندې ګواهي کوونکی وو چې دا حق دی، او دوی ته به خلک ورګرځیدل د دې په باره کې، نو تاسو مه ویریږئ –ای یهودیانو- د خلکو څخه او یواځې زما څخه وویریږئ، او تاسو مه اخلئ په عوض د فیصلې کولو په هغه شي چې الله تعالی نازل کړي دي قیمت لږ د مشرۍ یا مرتبې یا مال څخه، او څوک چې فیصله ونه کړي په هغه څه چې الله تعالی رانازل کړي د وحې نه او حلال ګڼونکی وي دی فیصلې د غیر الله لره، او یا د الله تعالی په رالیږل شوي کتاب باندې فیصلې کولو ته په بل شي باندې غوره والی ورکوي، او یا یې ورسره برابروي نو بیشکه دغه کسان همدغه په ریښتیا سره کافران دي.