او دوى (د زنا په باره كې) فیصله تا ته څنګه راوړي؟! حال دا چې له دوى سره تورات دى، چې په هغه كې (د دې په باره كې) د الله حكم دى، بیا دوى له دې (ستا له فیصلې) نه بعد بېرته ګرځي او دغه خلق له سره مومنان نه دي المائده ۵:۴۳ ⧉
تفسیر:
او یقینا د دوی کار خو عجیب دی، نو دوی په تا باندې کفر کوي، او بیا تاته فیصلې هم راوړي په دې امید چې شاید ته به د دوی د خواهشاتو موافق فیصله وکړې، او دوی چې دي د دوی سره تورات دی هغه چې ګمان کوي چې دوی پرې ایمان لري، په دې کې د الله تعالی فیصلې دي، بیا دوی مخ اړوي ستا د فیصلې څخه کله چې د دوی د خواهشاتو سره موافق نه وي، نو دوی یوځای کړ کفر په هغه څه چې د دوی په کتاب کې دی، او مخ اړول ستا د فیصلې څخه، او د دوی دا کار د مومنانو د کار په شان ندی، نو دوی په دغه وخت کې ایمان لرونکي ندي په تا باندې او په هغه دین چې تا پرې راتګ کړی دی.