Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 42 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِنْ جَاءُوكَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِنْ تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَنْ يَضُرُّوكَ شَيْئًا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ 42
ترجمه:
دوى د دروغو ډېر اورېدونكي دي او د حرامو ډېر خوړونكي دي، نو كه چېرې دوى تا ته راشي، نو ته د دوى په مینځ كې فیصله وكړه، یا له دوى نه مخ واړوه او كه چېرې ته له دوى نه مخ واړوې، نو دوى به تا ته هیڅكله هم هېڅ شى ضرر در ونه رسولى شي، او كه چېرې ته فیصله كوې، نو د دوى په مینځ كې په انصاف سره فیصله وكړه، بېشكه الله له انصاف كوونكو سره مینه كوي المائده ۵:۴۲
تفسیر:
دا یهودیان دروغو ته ډیر غوږ کیښودونکي دي، ډیر خوړونکي دي حرام مال لره لکه سود، نو که چیرته تاته فیصله راوړي –ای پیغمبره- نو ته د دوی ترمنځ فیصله وکړه که ستا خوښه وي، او یا يې ترمنځ فیصله مه کوه که ستا خوښه وي، تا ته د دې دواړو کارونو اختیار شته، او که ته چیرته د دوی ترمنځ فیصله ونه کړي نو هیڅ ضرر تاته نشي دررسولی، او که چیرته د دوی تر منځ فیصله کوې نو فیصله وکړه د دوی ترمنځ په عدل او انصاف سره، اګر که دوی ظالمان او دښمنان دي، بیشکه الله تعالی خوښوي انصاف کوونکي په خپلو فیصلو کي، او اګر که د فیصلې والا د فیصله کوونکي (قاضي) دښمنان هم وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 41 راتلونکې المائده • آیت 43