ستاسو دوست يواځې (او يواځې) الله او د هغه رسول دى او هغه كسان دې چې ایمان يې راوړى دى، (یعنې) هغه كسان چې لمونځ قايموي او زكات وركوي او دوى ركوع كوونكي دي المائده ۵:۵۵ ⧉
تفسیر:
نه دي یهودیان او نه نصاری او نه نور د کافرانو څخه ستاسو دوستان، بلکې ستاسو دوست او مددګار الله تعالی دی او د هغه پیغمبر دی، او مومنان دي هغه خلک چې لمونځ پوره پوره ادا کوي، او د خپلو مالونو زکاتونه هم ورکوي او دوی الله تعالی ته عاجزي کوونکي دي تابعدار هم دي.