Landscape MP4 Vertical MP4

سورت المائده — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

المائده • آیت نمبر 54 (ټولې 120 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 54
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه مرتد شو، نو ژر ده چې الله به داسې خلق راولي چې هغه (الله) به له دوى سره مینه كوي او دوى به له هغه (الله) سره مینه كوي، په مومنانو به ډېر نرمي كوونكي وي او په كافرانو باندې به ډېر سخت وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د هېڅ ملامت كوونكي له ملامتیا نه به نه وېرېږي، دا د الله فضل دى، چا ته چې وغواړي هغه ته يې وركوي او الله ډېر د فراخۍ والا، ښه پوه دى المائده ۵:۵۴
تفسیر:
ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! څوک چې ستاسو څخه وګرځي د خپل دین څخه کفر ته نو زر دی چې رابه ولي الله تعالی یو قوم د دوی په ځای باندې چې الله تعالی به ورسره مینه کوي او دوی به د الله تعالی سره مینه کوي د دوی د استقامت د وجې نه، رحم کوونکی به وي په مسلمانانو باندې سختي کوونکی به وي په کافرانو باندې، جهاد به کوي په خپلو مالونو او خپلو نفسونو د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي، او نه ویریږي د ملامتیا د ملامت کوونکي نه؛ د وجې د مخکې کولو د رضا د الله تعالی د مخلوقاتو په رضا باندې، دا د الله تعالی د ورکړو څخه ده چې ورکوي یې چاته چې یې خوښه شي د خپلو بندګانو څخه، او الله تعالی د پراخه فضل او مهربانۍ والا دی، پوهه دی په هغه چا چې مستحق وي د دې د فضل؛ نو هغه ته يې ورکوي، او هغه څوک چې يې مستحق نه وي نو هغه ترې محروموي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ المائده • آیت 53 راتلونکې المائده • آیت 55